د پکیتا ولایت سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ویلي، چې په یاد ولایت کې یې څلور کسان د وسلو د قاچاق په جرم نیولي دي. د چارواکو په خبره، دا کسان یې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له درې ام-۱۶ وسلو سره یو ځای نیولي دي. د راپورونو له مخې، څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور څو کسان نیول شوي دي. چارواکو د نیول شویو قاچاقبرانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې ا.ا د هر ډول غیر قانوني قاچاق پر وړاندې جدي دی او ټینګار کوي چې له نیول شویو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند وشي.
































