د افغانستان د چاپيریال ساتنې ادارې ویلي چې له دې وروسته به هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د هوا ککړوونکو سرچینو څارنه کېږي او له هغو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي. د دغې ادارې په خبره، په پاک چاپيریال او صافه هوا کې ژوند کول د ټولو حق دی او ټول باید په دې برخه کې تر خپله وسه خپل مسوولیت ادا کړي. یادې ادارې ویلي چې دوی په وار وار د بلاکونو د مرکز ګرمیو د ګرمولو ماشینونو په ګډون له ټولو هغو سرچینو چې د هوا په ککړتیا کې رول لري غوښتنه کړې ده چې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه له فلټرونو کار واخلي خو په وینا یې تر اوسه پورې لا یو شمېر هغو په دې برخه کې اړین اقدامات نه دي کړي چې له دې وروسته به ورسره جدي قانوني چلند وشي.
































