په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۷۴ زره کسانو اوښتی دی. د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې تر دې دمه ۱۲۶۳۰۹۲ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۷۴۷۹۹ یې مړه شوي دي. ددې تر څنګ په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۸۲۱۶۹۱ ته رسېدلی دی. همدا راز ۲۶۵۰۴۳ کسان بیا د کرونا له امله مړه شوي هم دي. په برېتانیا کې هم د مړینې شمېره ۳۰۰۷۶ ته رسېدلې ده. برېتانیا په نړۍ کې تر امریکا وروسته دویم هېواد شو چې د مړینې کچه پکې لوړه ده. په ایټالیا کې بیا ۲۹۶۸۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
































