رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې هساپنیې ته پر لار د ۲۰۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۰۰ کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي او خپل ژوند یې بایللی دی. راپور کې راغلي چې د دې هېواد پوله ساتو پرون ویلي چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی. رویټرز څرګنده کړې ده چې خطرناکې لارې، بې کاره کښتۍ د ورته پېښو ستر لاملونه دي. په همدې حال کې هسپانیې ویلي چې تېر کال ۳۹ زره غیرقانوني کډوال د سمندر او ځمکې له لارې دغه هېواد ته ورغلي دي. د چارواکو په خبره، د تېر کال له ډسمبر څخه تر اوسه پورې په اتلانتیک بحر کې د هسپانیا کنري ټاپوګانو ته پرلاره په ۱۲۴ کښتیو کې له ۹۰ سلنې ډېر کډوال ورک او یا مړه شوي دي.
































