د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د افغانستان او ګاونډي هيواد ترکمنستان ترمنځ کومه ستونزه نشته او که وي هم هڅه یې دا ده چې د ډيپلوماټیکو لارو له طریقه له دوست هيواد سره ستونزې حل کړي. هغه ټینګار کړی دی چې ا.ا له سیمه ییزو او د نړۍ ټولو هيوادونو سره رغنده او مثبتې اړيکې غواړي. په ورته وخت کې په کابل کې د ترکمنستان سفارت هم په دې تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم او یوازې شایعات بللي دي. د یادونې ده چې مخکې تر دې ځینې رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی وو چې د افغان او ترکمنستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
































