په کور د ننه بېځایه شوي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي. د بېلو ولایتونو بېځایه شوو او کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ژمی سخت شوی دی او دوی په دې سختو شرایطو کې لا هم په یوه کېږدۍ کې ژوند کوي.
دوی وايي موسمي ناروغیو یې د ګڼو شاوخوا کسانو ژوند اخیستی دی او له لوږې سره لاس او ګرېوان دي. په کور د ننه بېځایه شوي د مرستو د وېش پر پروسه هم نیوکه کوي او وایي دوی ته هېڅ معلومه نه ده، چې دا مرستې د چا له لوري پر چا وېشل کېږي. دوی پر مرستندویه موسسو او خلکو غږ کوي چې په دې سخت موسم کې یې لاسنیوی وکړي او ماشومان یې له لوږې او مرګ وژغوري.
































