امریکا وایي له ایران سره د وېن په مذاکراتو کې لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر بیا احیا خبرې روانې دي او د تېرو اونیو په پرتله لږ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.
هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. امریکا داسې مهال د لږ پرمختګ خبر ورکوي چې برېټانیا یو ځل بیا ایران ته د فرصت د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی دی. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي د مذاکراتو فرصت مخ په خلاصېدو دی او د نورو اقداماتو لپاره تیاری په کار دی.
































