په روسیه کې کرونا ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۶۲۵ کسان مړه شوي، چې تر سلو ډېر یې ډاکټران دي. په روسیه کې اوس د طب محصلین په زور اړ ایستل کېږي، چې باید ددغه ډاکټرانو تشه ډکه کړي او د کرونا له ناروغانو سره مرسته وکړي. یادو محصلینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر سخت فشار لاندې دي، خو بیا هم اړ دي چې کار وکړي. دوی وایي که کار ونه کړي، کرېډټ یې نه حسابېږي او له پوهنتون څخه ایستل کېږي. دغه محصلین وایي، موږ ځینې ډاکټران له لاسه ورکړل، حکومت ددې لپاره چې دغه تشه ډکه کړي، د طب محصلین یې تر ټولو ښه انتخاب و. په روسیه کې د طب هر محصل مجبور دی یوه میاشت په روغتون کې د کرونا له ناروغانو سره مرسته وکړي، چې په خبره یې د محافظتي توکو له جدي کمښت سره مخ دي. دوی وایي« دا یوه داسې غوښتنه ده چې انکار نه شي ترې کېدای، له یوې خوا د ډاکټرانو له کمښت سره مخ یو او له بلې خوا که موږ په دې شرایطو کې کار ونه کړو له پوهنتون ایستل کېږو، مجبور یو هر څه چې وي ویې زغمو.» په روسیه کې پر کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۷۷۱۶۰ تنو ته رسېدلی دی.
































