د افغانستان ا.ا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي چې هیڅوک د چا پر شخصي حریم د تېري حق نه لري. د یاد وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي چې ټولو محتسبینو ته یې لارښوونه کړې ده چې د خلکو پر شخصي حریم تېری ونه کړي. هغه زیاته کړې ده چې که چېرته کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړ، له دندې به لرې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي. د یادونې ده چې په وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د ا.ا یو شمېر ټیټ پوړو غړو د خلکو شخصي ټلفونونه پلټلي دي او ځینې یې وهلي ډبولي هم دي.
































