د امریکا ددفاع وزارت په یوه راپور کې په افغانستان، سوریه، عراق او سومالیا کې ددغه هېواد د پوځیانو له لوري د وژل شوو ملکیانو شمېرې خپرې شوې دي. ددې شمېرو له مخې امریکا تر ټولو ډېر ملکي وګړي په افغانستان کې وژلي دي. په راپور کې راځي چې امریکا په افغانستان کې په تېر ۲۰۱۹ کال کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۸ ملکي وګړي وژلي دي. رلپور کې زیاته شوې چې امریکايي ځواکونو په یادو څلورو هېوادونو کې ټول ټال ۱۳۰ ملکیان وژلي او ۹۱ نور یې ټپیان کړي دي. بلخوا د امریکا ځينې څارونکې ادارې بیا وایي چې امریکا د وژل شوو ملکیانو شمېرې کمې ښودلې دي او په دې اړه یې معلومات پټ کړي دي. امریکا داسې مهال دغه ډول راپور خپروي چې ددغه هېواد ځواکونو تېر کال هم د افغانستان پر کلو او بانډو ګڼ هوایي بریدونه کړي او په ډېرو کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































