د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې اغزن سیم د پخواني حکومت پر مهال غځول شوی دی. کابل نیوز راپور ورکړی دی چې نوموړي دا څرګندونې په پکتیا کې خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي. ستانکزي زیاته کړې ده چې د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول د ملتونو کار دی. ستانکزی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په تېره یوه میاشت کې په ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن سیم غځولو پر مهال دوه ځلې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتې هم شوې دي او امارتي ځواکونو د پاکستان له لوري پر دغه کرښه باندې لګول شوی سیم ورټول کړی دی.
































