د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د وروستیو واورو ورېدو له امله د کابل ښار سبسټېشنونو او جنکشنونو ۴۵ مزي پرچاوي شوي چې د کابل ځینې سیمې له پرون ورځې راهیسې له برېښنا بې برخې دي. د یاد شرکت په خبره، دغه راز د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د واورې ورېدو له کبله د برېښنا بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی. برېښنا شرکت څرګنده کړې ده چې دوی د برېښنا بهیر د عادي کېدو لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې دي څو وکولی شي ژر تر ژره بېرته د برېښنا مزي وصل او د هېوادوالو د برېښنا ستونزه حل کړي. د یادونې ده چې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې ورښتونه پیل شوي دي چې په یو شمېر ولایتونو کې سیلابونه راوتلي او له امله یې د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي دي.
































