د افغانستان روغتیايي سکتور له سختو ستونزو سره مخ دی. تیلګراف ورځپاڼې د افغانستان د روغتیايي سکتور په اړه په جوړ کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ناروغۍ په تېره د ماشومانو او مېندو روغتیایي ستونزې ډېرې شوې دي خو روغتیایي سکتور له سقوط سره مخ دی.
سرچینه کاږي چې هره ورځ لسګونه له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ ماشومان روغتونونو ته وړل کېږي چې د ژمي په راتګ سره د نورو ناروغیو شمېر هم ډېر شوی دی. ورځپاڼې ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې چارواکو ویلي چې د افغانستان روغتیايي سکتور له سقوط سره مخ دی خو دوی هڅه کوي چې تر خپلې وسې له دغه برخې سره مرسته وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
































