په قزاقستان کې د بېړني حالت او د دولت د رهبرۍ له استعفا سره سره تاوتریخوالی روان دی. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې لاریون کوونکو ددغه هېواد په پلازمینه الماتا کې ګڼې ودانۍ نیولې ده او د ولسمشر کور ته یې هم اور ورته کړی دی.
د قزاقستان حکومت بیا وایي چې ګڼ ترهګر د لاریون په پلمه غواړي د قزاقستان امنیت ته خطرونه جوړ کړي. په دغه هېواد کې انټرنېټ قطع شوی دی او د رسنیو لاسرسی محدود دی خو روسي ځواکونه هم پلازمینې الماتا ته رسېدلي دي.
قزاقستان هغه هېواد دی چې د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، خو وګړي یې وایي چې د فساد له امله ټول عایدات شخصي جیبونو ته ځي او ان د قزاقستان خلک اړ دي چې ګاز او تېل په خورا لوړه بیه واخلي.
































