په امریکا کې یوې اورلګېدنې ۱۳ کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې اورلګېدنه په فیلادلفیا ایالت کې رامنځ ته شوې ده او په وژل شوو کې ۷ کسه یې ماشومان دي. د اوروژنې ادارې ویلي چې اورلګېدنې شاوخوا ۶ ساعته دوام کړی دی او د ځاني تلفاتو تر څنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي. امنیتي ادارې بیا وايي چې د اورلګېدنې د اصلي لامل په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي ژر تر ژره په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.
































