آلمان وایي له ایران سره خبرې باید ژر یوې پایلې ته ورسول شي. د المان د بهرنیو چارو وزیرې امریکا ته په خپل لومړي رسمي سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ایران په اړه د دواړو هېوادونو پر ګډ دریځ او موخو تمرکز شوی دی. المان ویلي دوی له امریکا سره د ایران په اړه ګډ دریځ لري او هڅه کېږي له دغه هېواد سره خبرې ژر یوې پایلې ته ورسول شي. المان هم تر برېټانیا وروسته ویلي چې د مذاکراتو لپاره فرصت مخ په کمېدو دی نو له همدې امله ایراني لوري ته په کار ده چې د وخت له ضایع کولو ډده وکړي.
































