د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډهلي کې په یو ستر سوداګریز مارکېټ کې اورلګېدنې لږ تر لږه دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، په دې اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. راپورونو کې د هندي چارواکو له قوله راغلي چې یادې ارولګېدنې چې علت یې تر اوسه روښانه نه دی دغه راز ۶۰ هټۍ هم سوځولې دي او د ځاني زیانونو سربېره یې ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي. چارواکي وایي چې اوروژونکې ډله یې سیمې ته لېږلې ده او وروستي معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
































