د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه اووه میلیونه افغانانو بشري مرستې تر لاسه کړې دي. هغه پرون ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي چې دې ټولنې د نورو مرستندویه ټولنو په همکاري ډېر شمېر افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي او لا هم هڅه کوي چې له ستونزو سره د مخ افغانانو لاسنیوی وکړي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی دی چې افغانان ډېر سخت او له ستونزو ډک ژمی په مخ کې لري او تمه ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې دوامداره وساتي. په همدې حال کې د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو د مرستو هرکلی کړی دی او د دغو مرستو د وېش برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ټټر وهلی دی.
































