نن په کابل کې د مېرمنو په ګډون یو شمېر ځوانانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې له نړیوالو څخه په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړې غرامت غوښتی دی. دې ځوانانو ویلي چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او د هغوی د متحدینو له لوري زیات شمیر جنګي جنایتونه ترسره شوې دي چې اوس یې د غرامت غوښتولو وخت دی. د دوی په وینا، امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې پر مهال زرګونه بې ګناه افغانان وژلي او ډير بشري جنایتونه یې ترسره کړي دي. راټولو شویو ځوانانو خبرداری ورکړی دی، چې که چیرته نړیواله ټولنه ځانګړې توګه امریکا د دوی غوښتنې ونه مني، نه یوازې په افغانستان بلکي په ډيری هیوادونو کې به پر مدني خوځښتونو لاس پوري کړي او تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو یې چې غوښتنې منل شوې نه وي. د یادونې ده چې د ځینو بنسټونو د موندنو له مخې امریکا په افغان جګړه کې په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي او ډېری نور یې بې ګناه په زندانونو کې ساتل شوي دي.
































