امریکا د شوروي اتحاد د پخواني غړي هیواد قزاقستان د کنټرول د ترلاسه کېدو په اړه د روسي پوځیانو د ځای پرځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. واشنګټن ویلي چې نړۍ په قزاقستان کې د بشري حقونو د نقض څارنه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، چې امریکا او په واضحه توګه نړۍ به د بشري حقونو هر ډول نقض ته پاملرنه وکړي.
پرایس همدارنګه څرګنده کړه امریکا به د روسیې د هر هغه اقدام څارنه وکړي چې ممکن د قزاقستان د اداراتو د نیولو زمینه مساعده کړي. فرانس پرس خبري اژانس د نېډ پرایس له قوله ویلي چې د قزاقستان حکومت باید دا روښانه کړي چې د کوم منطق پر اساس یې د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون له سازمان څخه د پوځیانو د غوښتلو پریکړه کړې ده. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قزاقستاني سیال مختار تلوبیردي سره په ټلفوني خبرو کې له سوله ییزې لارې د ستونزې د هواري او د مطبوعاتو آزادي ته د درناوي په کولو ټینګار کړی دی.
































