د پاکستان پوځ له تحريک طالبان پاکستان سره د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني په منځګړتوب ترسره شوی اوربند مات او د دې ډلې خلاف د پوځي عملياتو اعلان وکړ. د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ويلي، چې د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره به پوځي عمليات پيل کړي. هغه دا هم ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستان سره يې د سولې پيل کړې خبرې ځنډولي دي. هغه د دې پریکړې د دلايلو له ښودلو پرته ویلي، تحريک طالبان داسې شرایط لرل، چې د دوی له نظره د مذاکرې وړ نه وو. د پاکستان د پوځ ویاند د یادو عملیاتو د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي. د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د سولې په موخه مذاکرت پيل او په ترڅ کې یې هوکړه وشوه، چې دواړه لوري به په لنډمهاله توګه اوربند او د پاکستان حکومت به شاوخوا شل پاکستاني طالبان له زندانه خوشې کوي.
































