د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د تېر کال د برید د لومړۍ کلیزې په تړاو په خپله وینا کې ددې پېښې مسوول مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وګاڼه. بایډن پر کانګرس باندې د بریدګرو د محکومولو په اړه وویل په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو ولسمشر نه یواځې په ټاکنو کې ماته وخوړله، بلکې هڅه یې وکړه چې د واک د سوله ییز انتقال مخنیوی وکړي خو هغوی بریالي نشول. ولسمشر بایډن وویل چې ډونالډ ټرمپ نشو کولی چې خپله ماتې ومني او ژمنه یې وکړه چې د امریکا د ډموکراسۍ دفاع به وکړي. د ډونالډ ټرمپ زیات شمیر پلویان ادعا کوي چې پر کانګرس باندې یرغل جدي نه و. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د بایډن د وینا په غبرګون کې وویل چې بایډن له دغه سیاسي تیاتر څخه صرف د خپلې ماتې د پټولو لپاره استفاده کوي. ټرمپ په خپله وینا کې ویلي چې د بایډن ادارې د کروناویروس وبا کنترول له لاسه ورکړی او د افغانستان څخه وتل یې د متحده ایالاتو په اوږد تاریخ کې له شرمه ډکه ورځ کڼلې ده.
































