د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، چې د روان مېلادي کال په لومړۍ ربع کې په افغان جګړه کې ۷ امریکایان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له وژل شویو اوو امریکایانو څخه څلور یې په جګړه او درې نور بیا په نورو پېښو کې وژل شوي دی. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقنامې ترلاسلیک وروسته، په روانه جګړه کې ترټولو ډېر ملکي افغانان او افغان سرتیري وژل شوي دي.
































