بریتانیا د شل زره افغانانو د ایستلو او دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو حکومتي پلان رسماً پیل کړ. بریتانیا کې د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو چارو لپاره وزیره وکټوریا اتکینز د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې د ښاروالیو له ځايي شوراګانو وغوښتل چې مرسته وکړي، چې په وینا یې په هېواد کې يې د افغانانو لپاره ښه راتلونکی تضمین شي. نوموړې وايي، دا شمېر له هغو اووه زره کسانو پرته اضافي دی، چې له بریتانیا سره د مرستې په تړاو له هېواده ایستل شوي دي. اغلې اتکینز وايي، دا پروګرام دې کسانو ته د قانوني او خوندي لارې زمینه برابرول دي. د نوموړې په وینا هغسې چې يې سپتمبر کې ویلي و، لومړي کال کې به پنځو زره کسانو ته بریتانیا کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره شي. د نوموړې په وینا د دې کسانو لومړۍ ډله هغه د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان عدلي او قضايي ادارو هغه کارکوونکي او کورنۍ یې دي، چې وار له مخه بریتانیا ته رسېدلي دي. نوموړې وايي، سږ کال به دې لړ کې دوې ډلې نور کسان هم شامل شي، چې یوه ډله یې له هېواده ایستل شوي دي او د ملګرو ملتونو کډوالۍ مسوولینو له خوا معرفي شوي دي. بله ډله هغه افغانان دي چې له بریتانیا سره همکار وو، یا یې له نړیوالو سازمانونو سره همکاري درلوده.
































