د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی افغانستان له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی. امیرخان متقي پرون د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي. ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي. متقي وویل، ورځ تر بلې پر بانکي چارو فشارونه کمېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا ورسره څو ځله نغدي مرستې هم شوي دي. نوموړی دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې ځینو نړیوالو بنسټونو د ژمي پر مهال افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړی دی. ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه وګړي چې د نفوس څه باندې نیمایي برخه یې کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري.
































