ټاکل شوې چې په قزاقستان کې له قهرجنو اعتراضونو وروسته د ثبات د ټینګولو په هدف نن له روسیې او د ډله ییز امنیت د سازمان له نورو غړو هېوادونو څخه نور سرتېري دې هېواد ته ورسېږي. پرون ماښام له روسیې او بېلاروس څخه یو شمېر سرتېري هلته ورسېدل او په پام کې ده چې نن نور روسي سرتېري او له ارمنستان او تاجکستان او همدا راز د پارلمان د تصویب په صورت کې له قرغزستان څخه هم پوځي قطعې ورسېږي. د قزاقستان په لوی ښار الماتي کې پرون معترضانو پر دولتي ودانیو یرغل وکړ، ځینو ته یې اور واچاوه او دکانونه یې لوټ کړل. د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اتلس تنه امنیتي سرتېري له معترضانو سره په نښتو کې وژل شوي او د ۲۰۰۰ په شااوخوا کې کسان نیول شوي دي. په قزاقستان کې دا بې ساري اعتراضونه د جنوري په دویمه په لویدیځ مانګیستاو ښار کې د پټرولو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې پیل شول.
































