د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني ویلي، اړتیا نشته، چې ټول له دوی سره او د دوی همفکره وي. نوموړي ټينګار کړی، چې د نظر اختلاف د درناوي وړ دی او اړینه ده چې فکري مخالفان پر پردیو متکي نه وي. سمنګاني نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هغوی چې مخالف باورونه او نظریات لري او د نظام منتقد دي، خو افغانستان او د خلکو منځ کې پاتي، د درناوي وړ دي. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت د نه اجازې په تړاو ځينې راپورونو خپاره شوي و. افغانستان کې ځينو سیاسي څېرو ویلي، اسلامي امارت له هغو سیاسي ګوندونو چې د سیاسي فعالیت غوښتنه یې کړې، غوښتي چې د هغوی د سیاستونو په څنګ کې عمل وکړي.
































