د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو د مخنیوي هڅې جریان لري او په خبره یې تر دا مهاله یې د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدورس ادهانوم ویلي چې دغه سازمان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) سره په همکارۍ توانیدلی چې په افغانستان کې د ۲۵زره روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي. تدروس زیاته کړې چې دوی همدارنګه په وروستیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۲۳۰۰ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته په زیاته اندازه درمل او طبي تجهیزات رسولي دي. نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخه نیول شوې او دغه هیواد ته په کافي اندازه درمل، او طبي لوازم رسېدلي دي. هغه همدارنګه افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو پر لېږلو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان به له دغه هیواد سره روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.
































