په افغانستان کې تولیدي فابریکو په خپلو تولیداتو کې پنځوس سلنه کموالی راوستی دی. په کابل او ولایتونو کې د تولیدي فابریکو مسوولین وایي د بازار د نه موجودیت له امله دوی اړ شوي چې خپل تولیدات کم او د کارکوونکو شمېر راټيټ کړي.
دوی وایي د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی نو توکو ته تقاضا ټيټه ده، ځکه نو اړ دي چې تولیدات کم کړي. د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه هم تاییدوي، چې په وروستیو کې بازارونه خراب شوي او ډېری فابریکې اړ شوي چې په تولیداتو کې کموالی راولي.
دوی همدا راز د ستونزو د حل غوښتنه کوي. بلخوا د صنعت او تجارات وزارت وایي دوی له صنعتکارانو سره په اړیکه کې دي او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکړی دی. د صنعتکارانو ټولنه وایي په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره تولیدي فابریکې فعال وې چې سل زره کسان پکې په کار بوخت وو.
































