د صفوفو د تصفیې کمېسیون وایي، د هغو کسانو د نیولو او مجازاتو ته ژمن دی چې له خلکو سره بد چلند او یا هم پرې نور تورونه وي. دغه کمېسیون زیاتوي، یو شمېر ولایتونو کې یې د خپلو ځواکونو صفونه بشپړ تصفیه کړي او پاتو صفونو کې هم دغه لړۍ روانه ده. د یاد کمېسیون په خبره، تر دې دمه دې کمېسیون څه باندې دوه نیم زره کسان له خپلو لیکو د بېلابېلو جرمونو په تور ایستلي دي. ورته مهال پوځي شنونکي وايي، چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو که چېرې د اسلامي امارت صفوف تصفيه نهشي، نو ډېرې ستونزې به جوړې کړي. د پوځي چارو شنونکي وايي، د صفوفو د تصفیې په تړاو د اسلامي امارت وروستي اقدامات ګټورې پايلې لرلی شي او له دې سره به د ناوړه ګټه اخیستنو مخنیوی وشي.
































