د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن قزاقستان ته د روسيې په مشرۍ د ټلوالي د ځواکونو پر لېږلو نیوکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د قزاقستان حکومت ته به وروسته دا ګرانه وي، چې د روسیې په مشرۍ ټلوالې ځواکونه له خپل هېواده وباسي. بلینکن ټینګار کړی دی چې دوی د قزاقستان وضعیت له نږدې څاري او ټول هڅوي چې د ستونزې اواري لپاره سوله ییزه او رغنده لار ومومي. بلېنکېن، د قزاقستان هغه پرېکړه هم تر پوښتنې لاندې راوستې، چې له مخې یې د حکومت ضد لاریوني ناکرارۍ د ارامولو لپاره له روسیې پوځي مرسته غوښتې ده. د یادونې ده چې روسیې بیا ویلي چې د سیمه ییزې ټلوالې په چوکاټ کې یې د ځواکونو دا لېږد لنډمهالی دی.
































