د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ الحدیث محمد خالد حنفي ویلي چې په افغانستان کې شل کاله ناټو او غربیانو حکومت کړی دی او هغوی خپل فکر پر افغانانو باندې تحمیل کړی دی. نوموړي د کابل ښار له محتسبینو سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې اوس وخت راغلی څو د خلکو فکر اصلاح شي او هغوی ته سمه لار وښودل شي. حنفي ټینګار کړی دی چې ا.ا ځانګړې توګه امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دین ترجمان دی او دا د هغوی دنده ده چې خلکو ته شرعي لار وښیي او فکرونه یې اصلاح کړي. د یادونې ده چې امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې خلکو ته پر جماعت د لمانځه، د ږېرې پرېښودو او دغه راز ځینې نورې سپارښتنې کړې دي.
































