د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د یو کور د چت نړېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د والي ویاند صلاح الدین زاهد ویلي چې په دې پېښه کې پنځه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی او د ښځو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره دا پېښه د لغمان ولایت د مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړی دی. د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
































