د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد په مري ښار کې د شدېدې واورې او په موټرو کې د خلکو د بندښت له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، زرګونه کسان اوس له یادې سیمې څخه د وتلو په حال کې دي. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې پوځ منظم شوی څو سړکونه پاک کړي او بند پاتې کسان وژغوري. د نوموړي په وینا، له ۱۶ نه تر ۱۹ کسان په یاده سیمه کې مړه شوي دي خو تر اوسه پورې د دریو هغو په اړه هیڅ مالومات نه شته. پاکستاني پولیسو ویلي چې په دې وروستیو کې مري ښار ته د واورې د سیل لپاره تر ۱۰۰ زره ډېر موټر دننه شوي دي چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.
































