د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیوف او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. د یادې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. دغه راز ویل شوي چې په دې لیدنه کې د سیمه ییزو پروژو په تړاو خبرې شوې دي او ځانګړې توګه په افغانستان کې د ټاپي پروژې پر بیا پیل ټینګار شوی دی. د یادونې ده چې ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې ده خو په افغانستان کې یې عملي چارې د امنیتي وضعیت خرابوالې له امله ځنډېدلې وې.
































