د وېن مذاکراتو کې برخه والو هېوادونو امریکا ته دایران په استازیتوب خپل وړاندیزونه ورکړي دي. په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي ویلي چې برېټانیا، فرانسې، روسیې او چین د ایران په استازیتوب امریکا ته د وین د مذاکراتو وړاندیزونه سپارلي دي او له دغه هېواد غواړي چې مسئله ژر تر ژره حل کړي.
په دې وړاندیزونو کې تر ټولو لومړی یې پر ایران د اقتصادي فشارونو او بندیزونو ختمول دي.
امریکا بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې ایران په رښتینې مانا د ستونزې حل نه غواړي او یو اړخیز شرایط وړاندې کوي چې هېڅ لوري ته به هم ګټه و نه لري.
































