د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره، یاده پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په اړوندو کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د بلخ د حوزوي روغتون رییس ویلي چې په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي خو په وینا یې د ټپيانو روغتیایي وضعیت دا ندېښنې وړ نه دی. د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































