د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندازه پرون ورځ ناوخته فراه ولایت ته په سفر تللی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې مولوي هبت الله اخندازه پرون ناوخته فراه ولایت ته تللی دی او هلته یې د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو او دیني عالمانو سره کتلي دي. فراه ته د طالبانو د لوی مشر مولوی هبت الله اخندازه د سفر خبر پر داسې مهال ورکول کېږي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته په وار وار طالب چارواکو په عام محضر کې د نوموړي د ظاهرېدو خبره کړې ده خو د خلکو له نیوکو سره سره تر اوسه پورې نوموړی د خلکو پر وړاندې نه دی حاظر شوی.
































