د نړۍ تر ټولو لوی قرنطین په هند کې دی، چې نیږدې درې میلیونه پولیس دغه قرنطین اداره کوي. په ټول هند کې تر اوسه پورې ۵۰ زره کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې ۱۶۹۴مړه شوي دي. د هند د مهاراشترای ایالت د پولیسو چارواکي وایي، چې په دې وروستۍ اونۍ کې د پولیسو په لیکو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر دوه برابره شوی دی. مهاراشترای د هند هغه ایالت دی چې کرونا تر نورو ډېر ځپلی دی. په دې ایالت کې تر اوسه پورې ۱۵ زره کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. د پولیسو یو چارواکي وایي،۴۵۰ پولیس پر کرونا اخته دي، چې څلور تنه یې مړه شوي دي.
































