یو لوړپوړي روسي ډیپلوماټ ویلي چې مسکو له واشنګټن سره تر سره کېدونکو مذاکراتو ته هیڅ هیلهمندي نه لري. سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې ټاکل شوې ده سبا په ژنیو کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ناسته ترسره شي څو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر رامنځته شویو ستونزو خبرې اترې وکړي او ورته د حل معقولې لارې چارې ولټوي، خو یاد ډیپلوماټ ویلي هیڅ هیله مندي نه شته چې دا خبرې به مثبتې پایلې ولري. د راپورونو له مخې، په یاده لیدنه کې به د اوکراین او قزاقستان پر موضوع هم خبرې اترې وشي. د یادونې ده چې له څه مودې راهیسې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې اړیکې ترینګلې شوې دي او دا اړیکې هغه وخت نورې هم سړې شوې چې روسیې په قزاقستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته یاد هېواد ته پوځیان ولېږل او د دغه اقدام په غبرګون کې امریکا وویل چې پر روسیې به تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی دی چې دوی به هیڅکله د امریکا بندیزونو او فشارونو ته تسلیم نه شي.
































