قزاقستان کې لاریونونه کنټرول شوي او زرګونه لاریون کوونکي د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د قزاقستان حکومت تر دې دمه شاوخوا ۶ زره لاریون کوونکي نیولي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۳۳ کسان یې د جدي جنایتونو په تور توقیف شوي دي.
بلخوا ځينې رسنۍ وایي چې په دې لاریونونو کې په الماتا ښار کې ۱۶۹ لاریون کوونکي وژل شوي هم دي. قزاقستان کې سختو لاریونونو ددې هېواد حکومتي مشران د هېواد پرېښودو او له روسي پوځ د مرستې غوښتلو ته اړ کړل.
اوس لاریونونه پای ته رسېدلي، خو رسنیو ته لا هم د پوښښ اجازه نشته او ویل کېږي چې ښایي لسګونه کسان په دې لاریونونو کې مړه او ټپیان وي.
































