د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په تهران کې د ا.ا له پلاوي سره د اسماعیل خان او احمد مسعود د لیدنې خبر تایید کړی دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کې د ا.ا له پلاوي سره لیدلي دي. د مجاهد په خبره، په دې لیدنه کې د ا.ا له لوري ډاډ ورکړل شوی دی، چي هغوی کولای شي له کوم تشویش پرته وطن ته راشي. د نوموړي په وینا، ا.ا هڅه کوي چي د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته د مخالفت دلیل پاتې نه شي. د یادونې ده چې اسماعیل خان د تېر نظام په وروستیو شپو او ورځو کې او احمد مسعود واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ا.ا پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ خو تر لږ مقاومت وروسته بهر ته وتښتېدل.
































