د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۹ ماشومان او نوي ځوانان وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، دا پېښه د ننګرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې نهه ماشومان او نوي ځوانان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې ده کله چې یوې ناچاودې سرګلولې د ماشومانو په منځ کې چاودنه وکړه. چارواکي زیاتوي چې دا سرګلوله له تېرې جګړې پاتې شوې وه. چارواکو پر خلکو غږ کړی دی چې خپلو ماشومانو ته د ناچاودو چاودېدونکو توکو په اړه معلومات ورکړي او هغوی پر یادو توکو له لوبو کولو منع کړي.
































