د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته رارسېدلې ده. یاد بانک زیاته کړې ده چې دغه نغدي مرسته د دوی تر څار لاندې د کابل هوایي ډګر څخه د افغانستان نړیوال بانک ته رسول شوې ده. د یاد بانک په خبره، دغه مرسته د ملګرو ملتونو له لوري د بشري وضعیت ښه والي په موخه له افغانستان سره شوې ده. د افغانستان بانک ویلي چې ملګرو ملتونو وړاندې تر دې هم له افغانستان سره ۱۰۲ میلیونه امریکایي ډالر نغدي مرسته کړې ده. یاد بانک زیاته کړې ده چې دوی د هر هغه بشردوستانه اقدام هرکلی کوي چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او له اړمنو سره د مرستې لامل کېږي.
































