امریکا او روسیې د اوکراین په اړه اوږدې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او پلاوي په واشنګټن کې له امریکایي لوري سره د اوکراین په اړه شاوخوا اووه ساعته مذاکرات لرل، خو رسنۍ وایي چې دومره اغېزناک نه وو.
روسي پلاوي تر خبرو وروسته رسنیو ته ویلي، امریکا ته یې ډاډ ورکړی چې پر اوکراین د برید پلان نه لري، خو خپل شرایط یې هم پر ځای دي. بلخوا امریکایي لوري ویلي چې په ناټو سازمان کې د اوکراین د نه شاملولو په اړه یې د روسیې غوښتنه رد کړې ده او هڅه کوي له دغه هېواد سره مذاکرات نور هم دوام وکړي.
دا مذاکرات داسې مهال کېږي چې لا هم د روسیې سل زره پوځ د اوکراین له پولو سره دی او ادعا کوي چې د خپلو پولو امنیت به تامینوي.
































