د ایران د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۴۸۵ تازه پېښې ثبت شوې دي او همدارنګه ۶۸ تنه نور بیا ددغه ویروس له امله مړه شوي دي. د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور ویلي، چې له تازه ثبت شویو پېښو سره په ایران کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۱۳۵ تنو ته ورسېد او همدارنګه ۶۴۸۶ تنه بیا تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي. نوموړي ویلي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې له ۸۲۰۰۰ زیات کسان له دغې ناروغۍ روغ شوي دي.
































