افغان حکومت وایي له نړۍ سره یې د اړیکو محوریت اقتصاد دی. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په واشنګټن کې په یوه انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له ټولې نړۍ سره د ښو او پياوړو اړیکو غوښتونکي دي. د متقي په خبره افغانستان غواړي له سیمې او نړۍ سره د اړیکو نوی باب پرانیزي او په دې برخه کې له نړیوالو هم د همکارۍ غوښتنه کوي. هغه وایي د اړیکو په نوي پړاو کې اقتصاد محوري رول لري او دوی غواړي چې له نړۍ سره اړیکې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي. نوموړي یو ځل بیا له امریکا د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده او په خبره یې دا د افغانانو حق دی او امریکا باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.
































