د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ټلفوني خبرې کړې دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو خبرو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د تسهیل، له ښوونکو، استادانو او صحي کارکوونکو سره د مساعدت او په افغانستان کې د تعلیم د ودې، ځانګړې توګه د نجونو لپاره د تعلیم د زمینې د برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. د یادونې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې وړاندې هم په خپلو وروستیو مرکو کې له امریکا څخه د افغانستان له نوي دولت سره د تعامل غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان او سیمې د ثبات یوازینۍ لار د افغانستان او نړۍ ترمنځ دوستانه او ښه روابط دي.
































