ملګروملتونو د کرونا وبا له امله له غریبو هېوادونو سره د مرستې لپاره د ۷ بیلیونو نورو ډالرو غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، دې پیسو ته ځکه اړتیا ده چې د میلیونونو انسانانو ژوند وژغورل شي او په کمزورو هېوادونو کې د کرونا وبا د خپرېدو مخنیوی وشي. د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، یو ښه پیل مو درلود او اوس باید همداسې مخته ولاړ شو. ملګروملتونو څو ځلې خبرداری ورکړی چې که چېرې کرونا په غریبو سیمو کې خپره شي نو ټوله نړۍ به ورسره په خطر کې وي. د ملګروملتونو د بشري څانګې مشر مارک لوکاک ویلي، په داسې حال کې چې په ګڼو مخ پر ودې هېوادونو کې به د کرونا بې حده زیاتې پېښې په راتلونکو درېو څخه تر شپږو میاشتو کې و نه لیدل شي خو کرونا مخکې له مخکې څخه پر دوی باندې منفي اغیزې کړې دي او خلکو خپلې دندې او تنخواوې له لاسه ورکړي، خوراکي توکي کم شوي او ماشومان بې واکسینه پاتې دي.
































