ملګري ملتونه وایي چې دوی پلان لري په نږدې راتلونکي کې په افغانستان او سیمه کې له ۲۸ میلیونه اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره یوه پروژه پیل کړي. د یاد سازمان په وینا، د دې پروژې په مرسته به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړو ته بشري مرستې ورسول شي او دغه راز به په ګاونډیو هېوادونو کې ۶ میلیونه نور افغانان ترې برخمن شي. ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دوی به د دغه هېواد د اقتصاد پاشل کېدو مخنیوي برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي. یاد سازمان پر نورو مرستندویه بنسټونو هم غږ کړی دی چې په دغه هېواد کې د یو بېساري بشري او اقتصادي بحران مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
































